افغان غږ خبری آژانس - کابل: الهام محبوف؛ د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر اعلان کړی چې د افغانستان د ټرانسپورټ پټلۍ جوړول به لږ تر لږه پنځه کاله وخت ونیسي. هغه دا هم وویل چې پروژه پیچلې وه او د افغانستان په خاوره کې له ننګونو سره مخ وه.
سپوتنیک د ازبک رسنیو په حواله راپور ورکړی، چې هغه په تاشکند کې د نړیوالو همکاریو د نوښت په اوونۍ کې وویل، «د افغانستان د ترانسپورت اورګاډی د جوړولو لپاره بشپړ هوکړه شوې ده. د دې پروژې موخه د پاکستان له مهمو بندرونو سره د منځنۍ اسیا د نښلولو له لارې د سیمه ییز اتصال او سوداګرۍ پیاوړتیا ده.»
د ازبکستان د ترانسپورت وزیر ټینګار وکړ چې د افغانستان د ټرانسپورټ پټلۍ یوه لویه خو پیچلې پروژه ده چې تر ټولو زیاتې ننګونې د افغانستان په خاوره کې شتون لري. خو د ازبکستان ولسمشر به د دې پروژې اصلي نوښتګر وي.