افغان غږ خبری آژانس - کابل: د یونیسف ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یونیسف کارکونکي ماشومانو ته د کورونو په تګ راتګ سره اړین روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
یونیسف وايي چې د خوارځواکي ماشومانو د بیا رغولو لپاره د تغذيې خدماتو وړاندې کول حیاتي دي او زیاتوي چې دا په افغانستان کې یوازینۍ موسسه ده چې ماشومانو ته خواړه برابروي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د معلوماتو له مخې، سږ کال د افغانستان په روغتونونو کې ۳۴۳ زره ماشومان په شدید خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې په افغانستان کې د ۹۶۷۴۰ ماشومانو په حاد خوارځواکۍ درملنه کړې ده.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د خوراکي توکو ناامني په افغانستان کې مخ په زیاتیدونکي بحران بدله شوې ده.
د خپرو شویو شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۸۵۰ زره ماشومان له حاد خوارځواکۍ سره مخ دي.