کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۳۰ زره ټولنیز روغتیایی کارکونکي په افغانستان کې د یونیسف په مرسته کار کوي

29 میزان 1403 ساعت 16:37

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ زره ټولنیز روغتیايي کارکوونکي په کار بوخت دي.


آوا - کابل: د یونیسف ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یونیسف کارکونکي ماشومانو ته د کورونو په تګ راتګ سره اړین روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
 
یونیسف وايي چې د خوارځواکي ماشومانو د بیا رغولو لپاره د تغذيې خدماتو وړاندې کول حیاتي دي او زیاتوي چې دا په افغانستان کې یوازینۍ موسسه ده چې ماشومانو ته خواړه برابروي.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د معلوماتو له مخې، سږ کال د افغانستان په روغتونونو کې ۳۴۳ زره ماشومان په شدید خوارځواکۍ اخته شوي دي.
 
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې په افغانستان کې د ۹۶۷۴۰ ماشومانو په حاد خوارځواکۍ درملنه کړې ده.
 
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د خوراکي توکو ناامني په افغانستان کې مخ په زیاتیدونکي بحران بدله شوې ده.
 
د خپرو شویو شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۸۵۰ زره ماشومان له حاد خوارځواکۍ سره مخ دي.


د مطلب کود: 298964

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298964/۳۰-زره-ټولنیز-روغتیایی-کارکونکي-په-افغانستان-کې-د-یونیسف-مرسته-کار-کوي

آوا
  https://www.avapress.net