کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو دوو کلونو کې تر ۶۲ زرو ډېر سوالګر راټول شوي دي

29 میزان 1403 ساعت 16:33

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، د سوالګرو د راټولولو کمېټې په تېرو دوو کلونو کې له ټول هېواد څخه تر ۶۲ زره ډېر سوالګر راټول کړي دي.


آوا - کابل: د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له دې شمېر څخه کابو ۲۸ زره کسان د مرستې مستحق دي، چې ۳۱ زره یې مسلکي او پاتې نور یې بې کوره ماشومان او په نشه يي توکو وږد کسان دی‌.
 
د دغه مرستیال د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر سوالګر (۵۸۸۴۱ تنه) له کابل ښار او تر ټولو لږ شمېر (۲۷) تنه له نیمروز ولایت څخه راټول شوي دي.
 
باید وویل شي، چې په هېواد کې سختې بې وزلۍ خلک د سوال کولو لپاره اړ کړي دي.


د مطلب کود: 298963

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298963/په-تېرو-دوو-کلونو-کې-تر-۶۲-زرو-ډېر-سوالګر-راټول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net