افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان ولایت د صنایعو او سوداګرۍ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پارک د مرکزي بغلان د قلعه نو د چمن په سیمه کې په پنځه سوه او شپیته جریبه ځمکه کې جوړیږي.
د بغلان د صنايعو رييس زياته کړه چې په دغو صنعتي پارکونو کې به د توليدي فابريکو، سوداګريزو شرکتونو او د محصولاتو د زېرمه کولو ځايونه جوړ شي.
دغه صنعتي پارکونه به د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي، د اقتصاد په پیاوړتیا او په سیمه کې د سوداګرۍ په ښه کولو کې مرسته وکړي.
ويل شوي دي چې د دغو صنعتي پارکونو د جوړولو لومړني کارونه نهايي شوي دي.