دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 298935
له ۴۰۰ ټنو څخه زیات خټکي او هندواڼې بهر ته صادرې شوې
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، افغانستان په تېرو شپږو میاشتو کې ۴۴۲ ټنه خټکي او هندواڼې نورو هېوادونو ته صادر کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې دغه صادرات له کندهار ولایت څخه شوي دي.
د نوموړي په وينا، دغه صادرات هند او پاکستان ته کېدل.
په همدې حال کې د هېواد یو شمېر سوداګر وايي چې د صادراتو په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
https://avapress.net/vdcbfwb5srhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته