کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دايکنډي ولايت کې د امارت پيژندنې سیالي په لاره اچول شوي وه

29 میزان 1403 ساعت 11:55

د دايکنډي ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، د امارات پیږندنې سيالۍ يې د مطالعې د فرهنګ د ودې او د ځوانانو ترمنځ د سالمې سيالۍ د رامنځته کولو په موخه د ٥٠٠ محصلينو په ګډون په لاره اچولې دي.


آوا - بامیان: د دایکنډي ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مصطفی صالح وايي، د امارات پیږندنې سیالي د مطالعې د فرهنګ د ودې او د ځوانانو او فرهنګپالو ترمنځ د سالمې سیالۍ د رامنځته کولو په موخه په لاره اچول شوې وه. پروګرامونه د ځوانانو په منځ کې اغیزمن وو او د دوی د ودې لامل شوي.
 
صالح زياته کړه، چې د ځوانانو او فرهنګيانو د هڅونې په موخه د دې سياليو ګټونکو ته جايزې په پام کې نيول شوې دي، چې له ارزونې وروسته به د غونډې په ترڅ کې ورکړل شي.
 
له بلې خوا د دایکندي د لوړو زده کړو موسسې رئیس محمد ناصر حنظله د دغه بهیر د شفافیت په اړه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې موږ کولای شو د کتاب لوستلو سیالیو له لارې د ساینس او ​​پوهنې په برخه کې د خلکو تر منځ د لوستلو فرهنګ زیات کړو.
 
د یادولو وړ ده چې دا د دایکنډي ولایت په مرکز نیلي کې د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې د کتاب لوستلو دویمه لویه سیالي ده چې د "امارت پیږندنه" تر سرلیک لاندې په لاره اچول کیږي.


د مطلب کود: 298926

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298926/په-دايکنډي-ولايت-کې-د-امارت-پيژندنې-سیالي-لاره-اچول-شوي-وه

آوا
  https://www.avapress.net