کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار نهه زره ټنه پیاز بهر ته صادر شول

28 میزان 1403 ساعت 19:43

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له دغه ولایت څخه د څه باندې دوه میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې ۹ زره ټنه پیاز بهر ته صادر شوي دي.


آوا - کابل: د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، په تېرو دوو میاشتو کې له دغه ولایت څخه ۹۹۵۰ ټنه پیاز ایران او پاکستان ته صادر شوي دي.
باختراژانس دخبريال دخبرله مخې، نوموړي زياته کړه چې په قندهار ولايت کې دکروندګرو د هڅو په نتيجه کې په دغه ولايت کې د تيرکال په پرتله د پيازو حاصلات زيات شوي او ښه عايد يې ترلاسه کړى دى.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال د بې شمېره بارانونو په اورېدو سره د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د کروندګرو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله لوړ شوي دي.


د مطلب کود: 298908

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298908/د-کندهار-نهه-زره-ټنه-پیاز-بهر-ته-صادر-شول

آوا
  https://www.avapress.net