کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او ژمي لپاره د چمتووالي غونډه جوړه شوه

28 میزان 1403 ساعت 15:44

د بلخ مرستیال والي او د دغه ولایت نورو سیمه ییزو چارواکو د مرستندویه کمېټو پر جوړېدو ټینګار وکړ او له زیانمنو سره د مرستې لپاره یې د مخکنیو پلانونو جوړولو غوښتنه وکړه.


آوا - مزارشریف: د بلخ د والي مرستیال مولوي نورالهدي ابو ادریس له اړو کسانو سره د مرستې په برخه کې پر تدابیرو ټینګار وکړ او د طبیعي پیښو پر وړاندې یې د مخنیوي هڅې وستایلې.
 
هغه زیاته کړه: "د سمدستي مرستو لپاره د دولتي ادارو همغږي اړینه ده او د طبیعي پیښو په وخت کې د خلکو سره د مرستې لپاره باید بشپړ چمتووالی شتون ولري."
 
مولوي ابو ادريس وويل، د ژمي په موسم کې د سېلابونو او نورو پېښو د مخنيوي لپاره بايد له مخکې پلانونه جوړ شي، څو د اړتيا په صورت کې له اړمنو سره مرستې وشي او په دې برخه کې لومړيتوب ډېر مهم دى.
 
هغه وويل، د سرپناه او خوراکي توکو د برابرولو، د بيړنيو مرستو د ويش، د ژغورنې او تدفين لپاره بايد کميټې جوړې شي او د اړتيا په صورت کې اقدام وکړي.
 
هغه وویل، کمیټې دنده لري چې د پیښې په صورت کې له زیانمنو سره مرسته وکړي او د خلکو ژوند له ګواښ، لوږې، بې کوره کیدو، مالي او نورو ستونزو وژغوري.
 
د بلخ د والي مرستيال د راتلونکي ژمي احتمالي خطرونو ته اشاره وکړه او په دې برخه کې يې د ترسره شويو تدابيرو او فعاليتونو د بشپړ راپور غوښتنه وکړه.
 
ديادونې وړ ده چې په دې غونډه کې دبلخ ولايت دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې مسوولينو هم ګډون کړى و او د طبيعي پيښو له زيانمنو سره يې د مرستو په ترسره کولو ټينګار وکړ .


د مطلب کود: 298894

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298894/په-بلخ-ولایت-کې-د-طبیعي-پېښو-پر-وړاندې-مبارزې-او-ژمي-لپاره-چمتووالي-غونډه-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.net