کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اشغال شویو سیمو په مختلفو ځایونو د حزب الله پراخ بریدونه

28 میزان 1403 ساعت 13:11

د لبنان د حزب الله غورځنګ د صهیونیسټانو د وحشت په ځواب کښې د نیواک شویو سیمو په مختلفو سیمو کښې بریدونه کړي.


آوا: د الجزیرې د راپور له مخې، سره له دې چې صهیونیسټ رژیم په امریکايي وسلو سمبال دی او د لبنان د استوګنې سیمې په ورانولو بوخت دي، خو د حزب الله غورځنګ د هغه د دردناکو ګوزارونو د ورکولو وړتیا ښودلې ده.
 
په همدې اساس د لبنان حزب الله د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حیفا بندر په جنوب ختیځ کښې د نصرم پوځی اډه په نښه کړې ده.
 
همداشان صهیونیسټي سرچینو خبر ورکړ چې د نیواک شویو سیمو په شمالي سیمو کښې د الارم سایرونونه اورول شوي دي. د اشغال شویو سیمو په شمال کې په سفید او الجلیل سیمو د توغندیو برید تایید شوی دی.
 
که څه هم د صهیونیسټ رژیم د توغندیو دفاعي سیسټم چې د اوسپنې د گنبد په نوم یادیږي هڅه کوي د حزب الله له خوا توغول شوي راکټونه او بې پیلوټه الوتکې له مینځه یوسي، عیني شاهدانو د نیواکګرو سیمو له مختلفو سیمو څخه د څو ویرونکو چاودنو اوازونه اوریدلي دي.
 
تر اوسه صهیونیسټانو د دغو حملو د احتمالی تلفاتو او تاوانونو په اړه راپور نه دی خپور کړی.
 
دغه ګوند همدارنګ اعلان وکړ چې د اوومې ښار په شمال ختیځ کښې د جل الدیر په سیمه کښې د صهیونیسټی پوځیانو په غونډه مو د توغندوی حملې په ترڅ کښې بمباری وکړه.
 
صهیونیسټ رژیم: له لبنان څخه شل توغندي وتوغول شول
د اسرائیلو پوځ یوه بیانیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې لږ تر لږه شل توغندي د لبنان له جنوبي سیمو څخه د اشغال شویو سیمو په لور توغول شوي او یوازې یو شمېر یې د توغندیو د دفاعي سیستم له خوا شنډ شوي دي.
 
د لبنان حزب الله هم د یوې بیانیې په خپرولو سره تاکید وکړ: د سفد ښار په جنوب ختیځ کښې د فیلیون اډه زمونږ د جنګیالیو د توغندویی حملې هدف و.
 
همداشان صهیونیسټي سرچینو د نیواک شویو سیمو په مختلفو روغتونونو کښې د دغه رژیم د پوځ د څو چورلکو د ویشتلو خبر ورکړ. دغه چورلکې د حزب الله په بریدونو کې زخمیان صهیونیسټان لېږدول.


د مطلب کود: 298875

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298875/د-اشغال-شویو-سیمو-په-مختلفو-ځایونو-حزب-الله-پراخ-بریدونه

آوا
  https://www.avapress.net