کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې تړانګې په شمال کښې د صهیونیسټانو په نوی جنایت کښې ۳۰ تنه شهیدان او ۷۰ نور ژوبل شول

28 میزان 1403 ساعت 10:41

صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې په شمال کښې د جبالیا په ښار کښې د فلسطینیانو په کورونو په بمبارۍ سره یو نوی جنایت ترسره کړ چې له امله یې څه دپاسه ۳۰ تنه شهیدان او ۷۰ نور ژوبل شول.


آوا: خبری سرچینو خبر ورکړی، چې د اسرائیلو په شمال کې د جبالیا کمپ په نصر څلورلارې کې د تل الزیارت په سیمه کې د فلسطینیانو په کورونو د اسرائیلو په بمباریو کې ۳۰ تنه شهیدان او تر ۷۰ زیات ټپیان شوی دی. 
 
په غزه کې د فلسطین د اطلاعاتو دفتر اعلان کړی چې په جبالیه کمپ کې د فلسطینیانو پر کورونو د اسرائیلو په هوايي برید کې د ۲۱ ښځو په ګډون ۳۳ تنه وژل شوي دي.
 
د العوده روغتون مشر اعلان وکړ چې په دغه برید کښې د ۳۰ نه زیات شهیدان او څه د پاسه ۷۰ زخمیان دغه روغتون ته انتقال شوی دی.
 
په دې لړ کښې په غزه کښې د فلسطین د اطلاعاتو دفتر اعلان وکړ چې د جبالیه د قتل عام د شهیدانو شمیر به پنځوسو تنو ته ورسیږی، د ورکو شویو کسانو او د خاورو لاندې پاتې کسانو ته په پام سره.
 
د رسنیو راپورونه ښیی چې په جبالیه د صهیونیسټانو حملې اوس هم دوام لری.
 
د جبالیه کمپ په التوبه سیمه کښې په یو کور د صهیونیسټانو په بمبارۍ کښې څلور کسان شهیدان او پنځلس نور ژوبل شول.
 
د غزې د تړانګې په مرکز د بمبارۍ په نتيجه کښې ۵ فلسطينيان شهيدان شول.
صهیونیسټی پوځیانو د غزې د تړانګې په مرکز کښې د المغازی په کمپ کښې په یو کور بمباری وکړه چې په نتیجه کښې یې ۵ تنه شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.


د مطلب کود: 298859

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298859/د-غزې-تړانګې-په-شمال-کښې-صهیونیسټانو-نوی-جنایت-۳۰-تنه-شهیدان-او-۷۰-نور-ژوبل-شول

آوا
  https://www.avapress.net