کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حزب الله د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۳۱ صهیونیسټان ژوبل شول

27 میزان 1403 ساعت 19:05

د صهیونیسټ رژیم رسنیو منلې ده چې د لبنان په جنوبی سرحدی سیمه کښې د حزب الله د بې پیلوټه الوتکې د حملې په نتیجه کښې د دغه رژیم ۳۱ پوځیان ژوبل شوی دی.


آوا: عبراني رسنۍ خبر ورکوي، چې پرون د لبنان په جنوب کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لسګونه صهیونیسټي پوځیان ټپیان شول.
 
"اسرائیل الیوم" ورځپاڼې ویلي: تیره ورځ د لبنان په جنوب کې په سرحدي سیمه کې د اسرائیلي پوځیانو د راټولیدو پر ځای بې پیلوټه الوتکې برید وکړ، چې په پایله کې یې ۳۱ پوځیان ټپیان شول.
 
په همدې حال کې د حزب الله د عملیاتو خونې نن سهار په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ چې د اسلامی مقاومت غورځنګ مجاهدینو تراوسه د لبنان په جنوب کښې د ۵۵ صهیونیسټانو د وژل کیدو او د څه دپاسه ۵۰۰ کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
 
د حزب الله د عملیاتو د خونې د بیان له مخې، تر اوسه ۲۰ مرکاوا ټانګونه او ۴ پوځي بلدوزرونه له منځه وړل شوي او ۲ هرمز ۴۵۰ بې پیلوټه الوتکې رانسکورې شوې دي.
 
حزب الله زیاته کړه چې دغه تلفات او تاوانونه یوازې د لبنان په جنوب کښې په شخړو پورې اړه لری او په سرحد کښې په اډو او یا د نیواک شویو ځمکو په ژورو کښې د دښمن په اډو او بیرکونو کښې د دښمنانو ته اوښتی تاوانونه شامل نه دی .
 
د حزب الله عملیاتي خونې هم له اسرائیلي دښمن سره د مقابلې یوه نوي او زیاتېدونکي پړاو ته د تګ اعلان وکړ، چې د راتلونکو ورځو رجحانات او پیښې به په ډاګه کړي.


د مطلب کود: 298841

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298841/د-حزب-الله-بې-پیلوټه-الوتکې-په-برید-کې-۳۱-صهیونیسټان-ژوبل-شول

آوا
  https://www.avapress.net