کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیه: موږ د ایران پر وړاندې د جګړې ملاتړ نه کوو

27 میزان 1403 ساعت 13:27

د تركيې د بهرنيو چارو وزير له ايران سره په شخړه كې د خپل هېواد هر ډول ملاتړ رد كړ او ټينګار يې وكړ چې مشروع دفاع د ايران د اسلامي جمهوريت حق دى.


آوا: د اناتولیا خبري آژانس د خبر له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د ترکیې له یوې خصوصي شبکې سره په خبرو کې د ایران او اسرائیلو تر منځ د جګړې د احتمال په اړه وویل: موږ په هیڅ صورت د ایران مخالف نه یو. هر ډول احتمالي شخړه که له ایران سره رامنځ ته شي یا د جګړې د پیل لامل شي، موږ یې ملاتړ نه کوو.
 
هغه زیاته کړه: مونږ له یوې خوا په بشپړه توګه مخالف یو او له بلې خوا که ایران له خپل ځانه په مشروع توګه دفاع وکړی دا د تهران حق دی.
 
په ورته وخت کې، فیدان زیاته کړه چې ارزونې ښیي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې احتمال ډیر دی او ترکیه او سیمه باید دې احتمال ته چمتو شي.
 
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر د مشر یحیی السنوار د وژل کیدو په هکله د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې وویل: تر ​​څو چې حماس په رسمی توګه د السنوار اعلان نه کړی مونږ یې نه شو منلی. "


د مطلب کود: 298828

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298828/ترکیه-موږ-د-ایران-پر-وړاندې-جګړې-ملاتړ-نه-کوو

آوا
  https://www.avapress.net