کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شمالي کوریا: ۱.۴ میلیونه ځوانانو د احتمالي جګړې لپاره نوم لیکنه کړې ده

26 میزان 1403 ساعت 9:29

د شمالي کوریا دولتي رسنیو پرون (چهارشنبه) راپور ورکړ چې په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۱.۴ میلیون ځوانانو په نظامي خدماتو کې د شاملیدو لپاره نوم لیکنه کړې.


آوا: دا خبر په داسې حال کې ورکړل شوی، چې شمالي کوریا سیول پیونګ یانګ ته د یوې بې پیلوټه الوتکې د ننوتلو په پار تورن کړی، چې د کوریا په ټاپووزمه کې یې کړکېچ زیات کړی دی.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس KCNA راپور ورکړ: "ځوانان چې د زده کونکو او د واکمن ګوند ملي لیګ چارواکو په ګډون، چې په اردو کې د شاملیدو غوښتنلیکونه یې لاسلیک کړي، هوډ لري چې په داسې جګړه کې برخه واخلي چې دښمن به له منځه یوسي."
خبري آژانس د شمالي کوریا د ځوانانو له خوا د لاسلیک شویو غوښتنلیکونو انځورونه هم خپاره کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د شمالي کوریا دا ادعا چې یوازې په دوو ورځو کې یې د دغه هېواد په پوځ کې د یو ملیون څخه زیات ځوانان رضاکاران راجستر کړي، په داسې حال کې راپورته کیږي چې د کوریا په ټاپو وزمه کې کړکېچ زیات شوی دی.
شمالي کوریا له دې وړاندې هم په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو پر مهال ورته ادعاوې کړې وې.
تېر کال د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی و چې د دغه هېواد ۸۰۰ زره اتباع په خپله خوښه غواړي د امریکا پر ضد د جګړې لپاره له پوځ سره یوځای شي.
په 2017 کې، د شمالي کوریا د واکمن ګوند نږدې 3.5 میلیونه غړي او سرتیري په رضاکارانه ډول په اردو کې شامل شوي.
د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ په وینا، شمالي کوریا 1.28 میلیونه فعال سرتیري او شاوخوا 600,000 ریزرو سرتیري لري.


د مطلب کود: 298746

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298746/شمالي-کوریا-۱-۴-میلیونه-ځوانانو-د-احتمالي-جګړې-لپاره-نوم-لیکنه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.net