کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د جګړې د شهیدانو شمېر ۴۲ زره ۳۴۴ تنو ته او په لبنان کې د شهیدانو شمېر ۲ زره ۳۰۹ تنو ته ورسېد

24 میزان 1403 ساعت 20:44

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په دې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۴۲۳۴۴ تنو ته رسیدلی دی. په عین حال کښې د لبنان د روغتیا وزارت هم وایی چې په دغه هیواد باندې د صهیونیسټی رژیم د تیریو د شهیدانو شمیر ۲۳۰۹ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: فلسطیني سرچینو د غزې په تړانګه د صهیونیسټي رژیم د تیریو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د ۵۵ فلسطینیانو د شهادت او د ۳۲۹ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
 
د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې په تړانګه کې د جګړې د شهیدانو شمېر ۴۲ زره ۳۴۴ او د زخمیانو شمېر ۹۹ زره ۱۳ ته رسېدلی دی.
 
د لبنان د روغتیا وزارت هم اعلان وکړ: د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له اتمې نیټې څخه تر پرون ورځې پورې په لبنان باندې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو د حملو په نتیجه کښې ۲۳۰۹ کسان شهیدان شوی دی.
د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۰۷۸۲ کسان ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 298677

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298677/د-غزې-جګړې-شهیدانو-شمېر-۴۲-زره-۳۴۴-تنو-ته-او-په-لبنان-کې-۲-۳۰۹-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.net