کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خپلو اصلي ځایونو ته د راستنیدونکو وړیا ترانسپورت

23 میزان 1403 ساعت 9:48

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت وايي چې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې سلګونه راستنېدونکو ته د هغوی اصلي ځایونو ته د وړیا ترانسپورت زمینه برابره شوې ده.


آوا - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت خپلو اصلي ځایونو ته د راستنیدونکو کډوالو د لیږد بهیر پیل کړی دی.
دغه وزارت زياته کړه: د يوې اوونۍ په بهيرکې سلګونو راستنېدونکو ته د هغوى اصلي ځايونو ته د وړيا ترانسپورت زمينه برابره شوې ده.
ویل کېږي چې ډېری دغه کورنۍ له ایران او پاکستان څخه په زور یا په خپله خوښه هېواد ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د سرپل د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال په سروبي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د پرانېستې پر مهال د خپلې وینا په ترڅ کې د پاکستان او ایران له هېوادونو وغوښتل چې د افغان مهاجرینو د اخراج په مسله کې له هغوی سره په صبر او مهربانۍ کار وکړي.
له بلې خوا د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي تېره ورځ د امام ابوحنيفه د نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې له ايران او پاکستانه وغوښتل چې له افغان کډوالو سره سم چلند وکړي.


د مطلب کود: 298533

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298533/خپلو-اصلي-ځایونو-ته-د-راستنیدونکو-وړیا-ترانسپورت

آوا
  https://www.avapress.net