آوا - کابل: د اسلامی امارت د مالیې وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه د میزان ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د روان کال د اوړي د درې میاشتنۍ ارزونې د غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه غونډه د دغه وزارت د ګمرکونو د رئیس عبدالمتین سعید په مشرۍ جوړه شوه.
دغه وزارت زیاتوي، چې په دې ناسته کې د عوایدو، د هېواد په ګمرکونو کې د سوداګریزو راکړو ورکړو، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو بارونو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روان کال د درېيو مياشتو (دوړي) د کارونو تر ارزونې وروسته ترلاسه شوې پايلې ښيي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله سږ کال ګمرکي محصول ١٨ سلنه مثبت شوى دى.
همدارنګه د مالیې وزارت وایي، چې په دې ناسته کې د هېواد د ګمرکونو مسوولینو د چارو د لا پراختیا په موخه خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل او د مالیې وزارت د ګمرکونو رئیس لخوا ورته لازمې سپارښتنې هم وشوې.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په دې غونډه کې د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو د سوداګرۍ هر اړخیز تحلیل ترسره شو، چې له مخې یې هېواد ته د سوداګریزو توکو واردات د همدې مودې په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
باید وویل شي چې اسلامي امارت له ګاونډیو او سیمې سره د سوداګریزو راکړو ورکړو په لټه کې دی او په دې موخه یې هڅې روانې دي.