دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 298495
په سرپل ولایت کې د بې ځایه شویو لپاره سرپناه جوړیږي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په سرپل ولایت کې د بې ځایه شویو او راستنیدونکو لپاره د ۱۱۴ دایمي سرپناهونو د جوړولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په سرپل ولایت کې د بې ځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د ۱۱۴ دایمي سرپناهونو د جوړولو اعلان وکړ.
بیان کې ویل شوي، سرپناه به د ژمي له رارسېدو مخکې د بې ځایه شویو لپاره یو ګرم او خوندي ځای برابر کړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د سپټمبر په لومړیو کې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو سره سره اوس هم په دغه هېواد کې شاوخوا ۳.۲ میلیونه بې ځایه شوي دي.
https://avapress.net/vdcco4qip2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته