افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي محمد اکرم اکبري وايي چې د ACTIDE موسسې په همکارۍ د فیض اباد په ښار کې د روان کال له طبیعي پېښو څخه ۱۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي. د دغه ولایت د یفتل پایان ولسوالۍ د ترمیم او د کورونو د بیارغونې په موخه نغدي مرستې وویشل شوې.
هغه زياته کړه: "سږ کال سختو اورښتونو او سېلابونو په بدخشان ولايت کې ډېر مالي زيانونه اړولي او د طبيعي پېښو له زيانمنو سره د مرستې لپاره ښه تدابير نيول شوي، خو کافي نه دي."
مولوي اکبري وويل، چې په دې پروسه کې ٥٠ کورنۍ د فيض اباد ښار او ٥٠ کورنۍ د يفتل پايان ولسوالۍ تر پوښښ لاندې دي او د هرې کورنۍ د کورونو د ترميم او بيارغونې په برخه کې ٥٥٠ ډالره مرسته کېږي.
د بدخشان د پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس په دغه ولايت کې د طبيعي پېښو له زيانمنو شويو کورنيو سره د نغدي مرستو د دوام په اړه وويل: د زيانمنو شويو کورنيو د پېژندنې پروسه ډېره شفافه ده او د دولت په کچه له هغوى سره د مرستې لپاره هڅې روانې دي.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال سختو بارانونو او سېلابونو د بدخشان ولايت د مرکز او ٢٠ ولسواليو اوسېدونکي اغېزمن کړي وو.