په سرپل ولایت کې د څه باندې ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې
آوا - مزارشریف: د سرپل ولایت د والي مرستیال محمد نادر حقجو وايي، دغه کانال ۳۷۰۰ متره اوږدوالی، ۹۰ سانتي متره پلنوالی او ۷۰ سانتي متره ژوروالی لري. هغه وويل، چې دغه پروژه د FAO په مرسته د ٢١٠زره امريکايي ډالرو په لګښت د دغه ولايت په زاړه بازار سيمه کې جوړېږي.
نوموړي په سرپل ولایت کې د کرنیزو اسانتیاوو او کروندګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د اسلامي امارت د حکومت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه: د دغه کانال د جوړېدو چارې به په اوو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په همدې حال کې د سرپل ولایت د سمندري حوزې مشر بهرام الدین عمري وايي، د دغه کانال د جوړېدو چارې به په پاخه او معیاري ډول ترسره شي.
په همدې حال کې د سرپل ولایت یو شمېر اوسېدونکو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د کرنې په برخه کې د حکومت خدمتونه او د کرنیزو اوبو د سیستم د معیاري کولو په برخه کې د ستاینې وړ دي او موږ غواړو چې د دا ډول پروژو پلي کولو ته دوام ورکړو.
د يادونې وړ ده، چې د سرپل ولايت مرکز د کرنيزو ځمکو ترڅنګ په پراخو باغونو پوښل شوى دى. د کارپوهانو په اند، دغه ولايت د اوبو رسولو سيستم معياري کولو ته اړتيا لري.