کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ایران او پاکستان کې د کډوالو پر ستونزو د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د کډوالو چارو د سرپرست وزیر د کتنې تمرکز

19 میزان 1403 ساعت 12:33

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر د دغه وزارت له سرپرست سره په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو، له جرمني څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو او له هغوی سره د مرستې غوښتنه وکړه.


آوا: د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفیر سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو، د جرمني او نورو اروپايي هېوادونو له خوا د افغان کډوالو د جبري اخراج او نورو هېوادونو ته د هغوی پر لېږد، د داخلي بې ځایه شویو د دوامدار ادغام او هغوی ته د مرستو جلبولو په اړه بحث او خبرې وکړې.
حقاني وویل، له افغان کډوالو سره شوې مرستې باید مستقیماً کډوالو ته ورکړل شي او پر بنسټیزو کارونو، سرپناه، کاري فرصتونو او اقتصادي مرستو ولګول شي.
ویرونیکا وویل چې د کډوالو ستونزو ته رسیدګي د ټولو ګډه دنده ده او دوی هم په دې برخه کې کار کوي.
په دې وروستیو کې له آلمان څخه د افغان مهاجرو اخراج زیات شوی دی.
ایران او پاکستان تر دې مخکې هم افغان کډوال شړلي دي.


د مطلب کود: 298333

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298333/په-ایران-او-پاکستان-کې-د-کډوالو-پر-ستونزو-اروپايي-ټولنې-له-چارواکو-سره-چارو-سرپرست-وزیر-کتنې-تمرکز

آوا
  https://www.avapress.net