کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترکمنستان ولسمشر په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ

19 میزان 1403 ساعت 9:38

د ترکمنستان ولسمشر په مسکو کې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو په سرمشریزه کې په افغانستان کې د ټاپي او ټاپي پروژې او همدارنګه په افغانستان کې د ریل پټلۍ په څېر د بنسټیزو پروژو پر جوړولو ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د ترکمنستان ولسمشر سردار بردی محمداف په مسکو کې د مشترک المنافع د خپلواکو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې وویل چې د مشترک المنافع د خپلواکو هیوادونو د انرژۍ د زیرمو حجم او جغرافیه باید پراخه شی. 
 
د ترکمنستان ولسمشر په مسکو کې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو په سرمشریزه کې په افغانستان کې د ټاپي او ټاپي پروژې او همدارنګه په افغانستان کې د ریل پټلۍ په څېر د بنسټیزو پروژو پر جوړولو ټینګار وکړ.
 
محمداف زیاته کړه چې په لویو پروژو کې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو ګډون د ستراتیژیک لید لپاره ډاډمنه لار ده او موږ باید له خپلو ګډو سرچینو او امکاناتو څخه په بشپړه توګه کار واخلو.


د مطلب کود: 298320

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298320/د-ترکمنستان-ولسمشر-په-افغانستان-کې-بنسټیزو-پروژو-پر-تطبیق-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.net