دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۲۰
د مطلب کود : 298313
په فاریاب ولایت کې د ماشومانو روزنتون پرانیستل شوه
د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال وويل، چې د روزنتونو د ملاتړ د هېواد د ټولو اوسېدونکو دنده ده او په دې برخه کې بايد هېڅ ډول غفلت ونه شي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوی محمد زاهد فاریاب ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د روزنتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ او د روزنتونو په پالنه یې ټینګار وکړ. 
هغه وويل، چې د يتيمانو ملاتړ د هېواد د ټولو اوسېدونکو دنده ده او په دې برخه کې بايد هېڅ ډول غفلت ونه شي.
په همدې حال کې دفارياب ولايت مرستيال مولوي حميدالله ارشاد په دغو مراسمو کې وويل چې د يتيمانو ستونزو او غوښتنو ته رسيدګي د اسلامي امارت د مسوولينو لومړيتوب دى او ددغو ماشومانو ښوونه او روزنه مهمه ده .
په همدې حال کې دفارياب ولايت سيمه ئيز مسوولين په دغه ولايت کې د روزنتون د پرانستلو هرکلى کوي او له مرکزي دولت څخه په دغه ولايت کې د لازمو اسانتياوو د رامنځته کولو لپاره د زياتې پاملرنې غوښتنه کوي.
د يادونې وړ ده، چې دغه روزنتون د يتيمانو او بې سرپرسته نجونو او هلکانو د پالنې دنده پر غاړه لري.
https://avapress.net/vdcb8wb5frhb9fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته