کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب ولایت کې د ماشومانو روزنتون پرانیستل شوه

18 میزان 1403 ساعت 19:20

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال وويل، چې د روزنتونو د ملاتړ د هېواد د ټولو اوسېدونکو دنده ده او په دې برخه کې بايد هېڅ ډول غفلت ونه شي.


آوا - مزارشریف: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوی محمد زاهد فاریاب ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د روزنتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ او د روزنتونو په پالنه یې ټینګار وکړ. 
هغه وويل، چې د يتيمانو ملاتړ د هېواد د ټولو اوسېدونکو دنده ده او په دې برخه کې بايد هېڅ ډول غفلت ونه شي.
په همدې حال کې دفارياب ولايت مرستيال مولوي حميدالله ارشاد په دغو مراسمو کې وويل چې د يتيمانو ستونزو او غوښتنو ته رسيدګي د اسلامي امارت د مسوولينو لومړيتوب دى او ددغو ماشومانو ښوونه او روزنه مهمه ده .
په همدې حال کې دفارياب ولايت سيمه ئيز مسوولين په دغه ولايت کې د روزنتون د پرانستلو هرکلى کوي او له مرکزي دولت څخه په دغه ولايت کې د لازمو اسانتياوو د رامنځته کولو لپاره د زياتې پاملرنې غوښتنه کوي.
د يادونې وړ ده، چې دغه روزنتون د يتيمانو او بې سرپرسته نجونو او هلکانو د پالنې دنده پر غاړه لري.


د مطلب کود: 298313

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298313/په-فاریاب-ولایت-کې-د-ماشومانو-روزنتون-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.net