دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۱۵
د مطلب کود : 298301
اوچا: افغانستان د ژمي لپاره ۶۰۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (OCHA) وايي، په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې له اړو خلکو سره د مرستې لپاره له ۶۰۳ میلیونه ډالرو څخه زیاتو مرستو ته اړتیا ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو سازمان د چهارشنبې په ورځ په يوه راپور کې ويلي چې په ټول افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ژمنۍ طرحه جوړه شوې ده او زياته کړې يې ده چې د ژمي د لومړنيو لګښتونو لکه د سرپناهونو د لوړولو او بيارغونې لپاره بودجه چمتو شوې ده ګرمې جامې او کمپلې به د راتلونکو دریو میاشتو لپاره ولګول شي.
 
OCHA سږ کال د ډیر یخ ژمی وړاندوینه کړې، او دا اړتیا لري چې د خوړو، ګرمو جامو، خیمو او کمپلو په ګډون ځيني نور د ضرورت وړ توکي د ذخیره کولو غوښتنه کړي ده.
 
ملګرو ملتونو پر مرستندویه ادارو غږ کړی چې د سړې هوا له پیلېدو مخکې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي، ځکه چې زیانمنې شوې کورنۍ د ژمي په اوږدو کې تر بل هر وخت مرستو ته اړتیا لري.
 
ملګرو ملتونو په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره له نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه، خو د اوچا په وینا یوازې ۸۰۰ میلیونه ډالر ورکړل شوي دي.
 
په راپور کې ویل شوي، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳،۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، خو دغه سازمان او شریکان یې یوازې ۱۷،۳ میلیونو ته رسېږي.
 
دغه سازمان ویلي، د لسیزو جګړو او اقتصادي بحران سره سره افغانستان د اقلیم له بحران سره مخ دی او اوس مهال په هرو څلورو افغانانو کې یو یې له لوږې سره مخ دی.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) تر دې مخکې د افغانستان د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د مرستو د کمولو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې دغه کمښت به د میلیونونو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې اوس مهال په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو له خوندیتوب څخه محروم دي چې ۲.۹ میلیونه یې د لوږې له لوړې کچې سره مخ دي.
 
د اوچا په وینا، په داسې حال کې چې په هېواد کې بشري ناورین مخ په زیاتېدو دی، اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۶،۳ میلیونه داخلي بې ځایه شوي دي چې د ژمي او سړې هوا په را رسېدو سره به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
https://avapress.net/vdciuvarzt1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته