آوا - هرات: د ټاپي پروژې رئیس د ترکمنستان د ګازو د کنسرسیوم له مرستیال، د ټاپي پروژې د ساختماني چارو رئیس او د بهرنیو اړیکو له استازي سره یو ځای د هرات له والي سره وکتل.
د ټاپي پروژې عمومي رئیس ښاغلي امانوف په مشرۍ ترکمنستاني پلاوي د هرات له والي نوراحمد اسلامجر سره د ټاپي پروژې د حقوقي او تخنیکي کارونو د پرمختګ په اړه لنډ معلومات شریک کړل.
هغه د هرات له والي څخه وغوښتل چې په هرات کې د اورګاډي د کنسرسيوم د دفتر د جوړولو، د تجهيزاتو د انتقال لپاره د ګمرک د څانګې د جوړولو او د انجنيرانو لپاره د لنډمهاله کمپونو د جوړولو په ګډون د لومړنيو کارونو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
په همدې حال کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلامجر د ټاپي پروژه د هغو هېوادونو لپاره یوه پرېکنده پروژه وبلله چې په دې پروژه کې شامل دي.
نوموړي د ترکمنستان پلاوي ته په افغانستان کې د ټاپي پروژې د امنیت په تامین او د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه ییزې ادارې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ټاپي پروژه یا له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نل لیکې پروژه په سیمه کې یوه مهمه اقتصادي پروژه ده او د هېواد پر اقتصاد به مثبت اغېز ولري.
دغه پروژه څو ورځې وړاندې د افغانستان او ترکمنستان د لوړ پوړو پلاويو په ګډون پیل شوه.