کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دکميسيون طرحه نهايي کول

18 میزان 1403 ساعت 12:33

د چارو اداره وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کمیسیون د طرزالعملونو طرحه د اسلامي امارت د عالي مقام د ۹ ګڼې فرمان په اساس چمتو او نهايي شوې ده.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د چارو ادارې مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کمیسیون غونډه د یو شمېر وزارتونو د رئیسانو په حضور کې پای ته ورسیده.
 
د طرزالعمل مسوده د اداري چارو، د کابینې د همغږۍ د ریاست او د عالي کمیسیونونو له خوا په دریو فصلونو او ۲۵ مادو کې چمتو شوې، چې عمومي احکام، د دندو ویش، کاري طریقې او مختلف احکام پکې شامل دي.
 
د چارو ادارې اعلان کړی چې دغه طرحه به د لاسلیک لپاره د اسلامي امارت مشر ته واستول شي.
 
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت په تیرو څو کلونو کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په وړاندې جدي مبارزه کوي.


د مطلب کود: 298281

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298281/د-نشه-يي-توکو-پرخلاف-دمبارزې-دکميسيون-طرحه-نهايي-کول

آوا
  https://www.avapress.net