افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د یونیسف او نړیوال خوراکي پروګرام له استازو سره وکتل.
دواړو لورو په افغانستان کې د ماشومانو پر کورنیو د نغدي مرستو د وېش پر څرنګوالي خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر وویل، د ټولو هغو پروګرامونو له تطبیق څخه ملاتړ کوي چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د روغتیايي وضعیت په ښه والي کې ونډه لري.
په همدې حال کې د یونیسف او د خوړو نړیوال پروګرام استازو وویل، چې دوی به د عامې روغتیا وزارت سره د یوې هوکړې له مخې د یوه ځانګړي میکانیزم له مخې د نغدي مرستو وېش پیل کړي.