کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف او د خوړو او کرنې سازمان (WFP) په هیواد کې پر ماشومانو د نغدي مرستو ویش پیل کړ

18 میزان 1403 ساعت 12:31

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د یونیسف او د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) استازو د دغه وزارت له رئیس سره کتلي او ویلي یې دي چې له دغه وزارت سره د یوه ځانګړي میکانیزم له مخې به د ماشومانو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د یونیسف او نړیوال خوراکي پروګرام له استازو سره وکتل.
 
دواړو لورو په افغانستان کې د ماشومانو پر کورنیو د نغدي مرستو د وېش پر څرنګوالي خبرې وکړې.
 
په دې کتنه کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر وویل، د ټولو هغو پروګرامونو له تطبیق څخه ملاتړ کوي چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د روغتیايي وضعیت په ښه والي کې ونډه لري.
 
په همدې حال کې د یونیسف او د خوړو نړیوال پروګرام استازو وویل، چې دوی به د عامې روغتیا وزارت سره د یوې هوکړې له مخې د یوه ځانګړي میکانیزم له مخې د نغدي مرستو وېش پیل کړي.


د مطلب کود: 298280

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298280/یونیسف-او-د-خوړو-کرنې-سازمان-wfp-په-هیواد-کې-پر-ماشومانو-نغدي-مرستو-ویش-پیل-کړ

آوا
  https://www.avapress.net