کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د معیارونو د څانګې له مشر سره له خپل ازبک سیال سره مرکه:

د دولت اساسي غوښتنه له ملي معیارونو سره سم معیاري واردات دي

18 میزان 1403 ساعت 11:32

د ستندرد ملي اداره وايي چې د دې ادارې رئیس له خپل ازبک سیال سره په انلاین ناسته کې وویل چې له ملي ستندردونو سره سم معیاري واردات د اسلامي امارت له اساسي غوښتنو څخه دي او په دې برخه کې یې له ازبکستان څخه د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.


آوا: د اسلامی امارت د سټنډرډ ادارې له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ناسته د افغانستان او ازبکستان د سټنډرډ ادارې تر منځ د اړیکو د ښه والي، د کیفیت د تصدیق او تطبیق په موخه ترسره شوه د میټرولوژی په اړه بحث او تبادله وشوه.
 
په دې کتنه کې د ملي سټنډرډ ادارې عمومي رئیس ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد اصف قانت، د ازبکستان د سټنډرډ ادارې رئیس جمعه زاروف اکمل او د دواړو هېوادونو د سټنډرډ ادارې د بېلابېلو څانګو مسوولینو ګډون کړی و. 
 
ملا فیض الله تمیم وویل، له ملي معیارونو سره سم معیاري واردات د اسلامي امارت له اساسي غوښتنو څخه دي او په دې برخه کې ستاسو جدي پاملرنه غواړو.
 
هغه زیاته کړه، موږ لازمه همغږي او همکارۍ ته اړتیا لرو، څو وکولای شو په خپلو هېوادونو کې واردات او صادرات معیاري کړو او له معیارونو سره سم تجارت وکړو.
 
په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو د موافقتنامې شرايط نهايي شول او ټاکل شوې ده چې دغه موافقه ليک د دواړو لورو ترمنځ د ډيپلوماټيکو لارو له لارې ژر تر ژره لاسليک شي.
 
د ازبکستان د ستندرد ادارې ژمنه وکړه چې د افغانستان د ستندرد ملي ادارې کارکوونکو ته به د کیفیت سندونو د ورکولو په برخه کې د ازبکستان په ترموز ښار کې روزنیز پروګرام جوړ کړي.


د مطلب کود: 298271

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298271/د-دولت-اساسي-غوښتنه-له-ملي-معیارونو-سره-سم-معیاري-واردات-دي

آوا
  https://www.avapress.net