آوا: د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین مولوي محمد زاهد د ۴۰ تنو حرفوي زده کړو د فراغت په مراسمو کې وینا وکړه. په جوزجان ولایت کې مرکزونه: هڅه کوي د حرفوي مرکزونو او نورو برخو په جوړولو سره د هېواد ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د جوزجان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس قاري نورالله مصطفى زياته کړه، چې له شپږ مياشتني روزنيز کورس وروسته څلويښت تنه ځوانان د فلزي او نلدوانۍ له برخو څخه فارغ شول او دغه پروګرام د نورو ځوانانو لپاره هم دوام لري.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند دسم الله ابراهیمي وايي، په تېر کال کې په هېواد کې څه باندې ۱۲۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د دغه وزارت له خوا په جوړو شویو تخنیکي او مسلکي مرکزونو کې څه باندې پنځوس زره کسان په کار بوخت دي د ملي او نړیوالو بنسټونو له نورو تخنیکي او مسلکي مرکزونو څخه فارغ شوي دي.
ابراهیمي بهر ته د مسلکي کارګرانو قانوني استولو ته په اشارې وویل، د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم په دې برخه کې ښه پلانونه لري چې ډېر ژر به عملي شي.