کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نتانیاهو د سیدهاشم صفی الدین د شهادت ادعا وکړه

18 میزان 1403 ساعت 9:18

دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو نن د سه شنبې په ماښام او په بیروت کښې د دغه رژیم له سختو حملو څو ورځې وروسته د شهید سید حسن نصرالله د احتمالی ځای ناستی سید هاشم صفی الدین د وژلو ادعا وکړه .


آوا: نتانیاهو د سه شنبې په ماښام د حزب الله د عمومی منشی سید حسن نصرالله د وژل کیدو مسئولیت په غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې اسرائیلو د هغه ځای ناستی سید هاشم صفی الدین هم وژلی دی.
د جمعې په ورځ د اسرائیلو رژیم یو ځل بیا د بیروت په څنډو کې سختې بمبارۍ وکړې.
د اسرائیلو پوځ ادعا کړې، چې د دغه ترهګریز برید هدف د شهید سید حسن نصرالله ځای ناستی هاشم صفی الدین و.
خو د نتانیاهو له نوې ادعا وروسته د صهیونیسټی پوځ ویاند اعلان وکړ: د هاشم صفی الدین د وژلې نتیجه تراوسه معلومه نه ده او په اړه یې پلټنې روانې دی.
تر دې مخکې رویټرز او اې ایف پي د خپلو ادعا شویو سرچینو په حواله لیکلي وو چې حزب الله له دغه ترهګریز برید وروسته له صفی الدین سره اړیکه پرې کړې ده.
دصهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر هم نن وویل د نصرالله جانشین غالبا له منځه تللی دی .
په همدې حال کې د حزب الله غورځنګ تر اوسه د سید هاشم صفی الدین د روغتیا په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم دغه ادعاوې تایید کړي دي.
د امریکې په ملاتړ او د نړیوالې ټولنې په چوپتیا کښې صهیونېسټ رژیم په وروستیو اونیو کښې په لبنان کښې وحشیانه حملې وکړې.
دغه رژيم تر نن ورځي پوري تر شلو زياتي بمبارۍ کړي دي.


د مطلب کود: 298255

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298255/نتانیاهو-د-سیدهاشم-صفی-الدین-شهادت-ادعا-وکړه

آوا
  https://www.avapress.net