افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو دفتر (UN-Habitat) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هوکړه لیک نن په کابل کې د جاپان سفارت او د دغه دفتر ترمنځ لاسلیک شو.
تمه کیږي چې دغه مرستې به په راتلونکو دریو کلونو کې په کابل او هرات کې سل زره کسانو ته ګټه ورسوي.
د بشردوستانه مرستو په کمیدو سره، بیکاري او فقر د افغانستان د خلکو لپاره یوه لویه او جدي ننګونه ده.