کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال:

په افغانستان کې د امریکا اشغال د ګاونډیو هېوادونو او سیمې لپاره ګواښ و/ موږ د ایراني چارواکو د حضور هرکلی کوو

15 میزان 1403 ساعت 20:40

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شير محمد عباس ستانکزي په افغانستان کې دامريکا شتون يو اشغال او دسيمې لپاره يو ستر امنيتي ګواښ وباله.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي نن (یکشنبه د میزان ۱۵ مه) په کابل کې د امام ابوحنیفه د ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل؛ افغانستان د دې خاورې د بچیانو د مبارزو په برکت له امریکايي اشغال څخه آزاد شو.
 
هغه دې ته په اشارې سره چې امریکا د ایران، پاکستان، چین، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو لپاره ګواښ دی، زیاته کړه: نن سبا دغه ګواښ دوی ته نه رسیږی.
 
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په دې خبرې سره چې افغانستان دسياسي او اقتصادي خپلواکۍ پر لور روان دى زياته کړه: له ټولو سوداګرو او د ملي او نړيوالو خصوصي بنسټونو له پانګوالو څخه غواړو چې په افغانستان کې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او پانګونه وکړي.
 
هغه له ایران سره د افغانستان ښو اقتصادی او سیاسی اړیکو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: مونږ د ایران د اسلامی جمهوریت د سیستان او بلوچستان د والی د شتون او ګډون هرکلی کوو.
 
ښاغلي ستانکزي د هېواد پر ګاونډیانو غږ وکړ چې له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې همکاري وکړي.
 
هغه د ایران پر اسلامي جمهوریت هم غږ وکړ چې د افغاني تولیداتو لپاره خپلې سوداګریزې دروازې او بازارونه نور هم پرانیزي.
 
دغه سیاسی چارواکی په دې خبرې ټینګار سره چې له پاکستانه په ځلونو غوښتل شوی چې سیاسی مسایل له اقتصادی مسایلو سره ګډ نه کړی، زیاته کړه: له بده مرغه دغه هیواد هره ورځ بندرونه وتړی او سوداګرو ته چې په بیلابیلو لارو جوازونه لری ستونزې رامینځته کوی.
 
هغه دې ته په اشارې سره چې د پاکستاني پوله ساتو د ناسم چلند په اړه هره ورځ سلګونه شکایتونه ترلاسه کېږي، زیاته کړه چې د پاکستان له خوا پر افغاني توکو د تعرفې لوړول د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، پاکستان هم د ویزو په برخه کې ستونزې لري چې باید ساده شي.
 
نوموړي له هند څخه هم وغوښتل، چې افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، چې د ده په خبره د دواړو هېوادونو په ګټه به وي.
 
ستانکزي وویل، موږ به اجازه ورنه کړو چې افغانستان د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او زیاته یې کړه چې د ترهګرو مرکزونه له افغانستانه بهر دي.
 
هغه وويل: "موږ له نورو هم غوښتنه کوو چې زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او که دوی وکړي، موږ به د دوی د تېري پر وړاندې وجنګيږو لکه څنګه چې موږ د امريکا پر ضد جګړه کړې وه."
 
دغه لوړپوړي چارواکي پر ایران او پاکستان غږ وکړ چې له افغان کډوالو سره دې مهربانه چلند وکړي، څو هېواد ته ستانه شي.
 
په همدې حال کې دملګروملتونو دعمومي ادارې مشر شیخ نورالحق انور وویل چې افغانستان نن په یوه حساس پړاو کې دی او زیاته یې کړه چې داشغال په وخت کې دسوداګرۍ لپاره ډیر خطرونه موجود وو .
 
ده همداراز وویل: نن ورځ په هیواد کې امنیت تامین شوی او د پانګونې زمینه برابره ده. له همدې امله موږ هیله لرو چې ټول خصوصي بنسټونه، پانګه اچوونکي او سوداګر به له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.


د مطلب کود: 298100

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298100/په-افغانستان-کې-د-امریکا-اشغال-ګاونډیو-هېوادونو-او-سیمې-لپاره-ګواښ-موږ-ایراني-چارواکو-حضور-هرکلی-کوو

آوا
  https://www.avapress.net