کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کونړ کې سېلابونو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې او ۶۰ کورونه یې نړولي دي

15 میزان 1403 ساعت 10:34

په کونړ ولايت کې سيمه ييز چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د سېلابونو له امله يو تن مړ او شپږ نور ټپيان شوي او د استوګنې ٦٠ کورونه ويجاړ شوي دي.


آوا - کابل: د کنړ ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې د عالي ادارې مسؤل حضرت ثبت الله صدیقي وايي، دغه پیښه د شنبې په ورځ د میزان په ۱۴ مه د نرنګ ولسوالۍ په «لمتک» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
صديقي زياته کړه، چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي دغه راز وويل، چې د دغو سېلابونو له امله ٦٠ څاروي له منځه تللي، ٦٠ د استوګنې کورونه او ٤٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم د ننګرهار په کوزکانر ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله درې تنه مړه او شل نور ټپيان شول او ځايي اوسېدونکو ته يې ډېر مالي زيانونه واړول.
د يادونې وړ ده، چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د يکشنبې په ورځ د ميزان په ١٥مه د هېواد په ٢٦ ولايتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راتلو د احتمال خبر ورکړى دى.
 


د مطلب کود: 298045

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298045/په-کونړ-کې-سېلابونو-۷-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې-او-۶۰-کورونه-یې-نړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.net