کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د احصایې او اطلاعاتو اداره: په تېره یوه میاشت کې په هېواد کې ۱۳۴ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي

15 میزان 1403 ساعت 10:27

د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې په تېره یوه میاشت کې په هېواد کې د ۱۳۴ زره الکترونیکي تذکرو د وېش اعلان کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې یې د تذکرو د وېش مرکزونه فعال کړي دي.


آوا - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه د میزان ۱۴ مه نېټه اعلان وکړ چې په تېره یوه میاشت کې ۱۳۴ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي.

د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د ۷۸ آسانه مرکزونو له لارې توانېدلي چې د روان کال په لړم میاشت کې ۱۳۴۴۶۰ هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې ووېشي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د الکترونیکي تذکرې د خدمتونو ریاست د روان کال د لیندۍ په میاشت کې ۵۳۸۵۰ تذکرې په کابل او ۹۵۰۴ تذکرې په هرات کې وېشلې دي.

دغه ریاست زیاتوي، چې په کندهار کې ۸۶۳۰، په ننګرهار کې ۸۴۸۵ او په بلخ کې ۶۴۹۸ برېښنايي تذکرې وېشل شوي دي.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د روان کال په لړم مياشت کې د برېښنايي تذکرو له وېش وروسته ١٢٣٠٠ نورو هېوادوالو ته خدمات وړاندې شوي دي.

د احصايې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، دغه رياست هېوادوالو ته پر وخت او متوازنو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دى او زياتوي، چې په لرې پرتو سيمو او ولسواليو کې يې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونه پراخ کړي، څو د يادو سيمو اوسېدونکي په اسانۍ سره تذکرې ترلاسه کړي.


د مطلب کود: 298040

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298040/د-احصایې-او-اطلاعاتو-اداره-په-تېره-یوه-میاشت-کې-هېواد-۱۳۴-زره-الکترونیکي-تذکرې-وېشل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net