کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران فضا ته نوې سپوږمکۍ لیږي

15 میزان 1403 ساعت 10:25

د ایران د اسلامي جمهوریت د فضايي ادارې مشر اعلان وکړ چې دغه هیواد به څو حواس لرونکې سپوږمکۍ فضا ته واستوي.


آوا - تهران: د ایران د فضایي ادارې مشر حسن صالحي د نړیوالې فضایي اونۍ د پرانیستې په مراسمو کښې وویل: درې حسي سپوږمکۍ، کوثر، ظفر ۲ او طلوع ۳ به ډیر ژر وتوغول شي.

هغه زیاته کړه: په ۸۰ لسیزه کې لومړنۍ ارتباطي او اندازه کولو سپوږمکۍ جوړې شوې چې له دې جملې څخه امید سپوږمکۍ په ۲۰۰۷ کال کې وتوغول شوه.

د شارق په وینا، سالاریه زیاته کړه: اوس چې شل کاله تېر شوي، موږ د فضا په ډګر کې په داسې موقف کې یو چې موږ ډیری مخابراتي سپوږمکۍ جوړې او توغولي دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت دغه چارواکی څرګنده کړه: د بېلګې په توګه د پارس سلسلې سپوږمکۍ چې پارس ۱ په کامیابۍ سره وتوغول شوه او پارس ۲ او ۳ به هم ډېر ژر وتوغول شی او د نور ۱، ۲ او ۳ لړۍ نورې سپوږمکۍ هم په بریالیتوب سره وتوغول شوې.

د ایران د فضایي ادارې مشر زیاته کړه: د خصوصي سکتور داخلیدل د فضایي صنعت لپاره یو ښه کار دی چې د دغه هیواد د فضايي صنعت د تولید او پرمختګ په معنا دی.

هغه زیاته کړه: ډېر ژر به کوثر، طلوع ۳ او ظفر ۲ سپوږمکۍ وتوغول شي.

صالحي په پای کې څرګنده کړه: ډېر ژر به د چابهار له فضايي اډې څخه لومړی توغول وشي.

باید وویل شي چې ایران څه موده وړاندې یوه نوې سپوږمکۍ توغولې وه.


د مطلب کود: 298039

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298039/ایران-فضا-ته-نوې-سپوږمکۍ-لیږي

آوا
  https://www.avapress.net