کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په شمالي وزیرستان کې لږ تر لږه شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

14 میزان 1403 ساعت 18:36

د پاکستان پوځ وايي، د شمالي وزیرستان په سرحدي سیمه کې له پاکستاني طالبانو سره په نښته کې د یوه جګپوړي افسر په ګډون شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.


آوا: پوځ وايي، په وزیرستان کې د پوځ یو سیمه ییز قومندان جنرال محمد علي شوکت له پنځو نورو عسکرو سره وژل شوی دی.
 
د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ وویل چې په وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو سره په نښته کې شپږ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.
 
په سرحدي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو د مرګ ژوبلې راپورونه په داسې حال کې خپریږي چې د اسلام اباد او کابل اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي نښتو له امله ترینګلې شوې دي. پاکستان په افغانستان تور لګوي چې د دغه هېواد مخالفو وسله والو ډلو ته پناه ورکوي، په داسې حال کې چې د اسلامي امارت چارواکو تل دا تورونه رد کړي دي.
 
پوځ وايي، محمد علي شوکت او د هغه تر قوماندې لاندې پنځه نور سرتېري تېره شپه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې وژل شوي دي.


د مطلب کود: 298027

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298027/په-شمالي-وزیرستان-کې-لږ-تر-لږه-شپږ-پاکستاني-پوځیان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net