کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د برېښنايي قبالو د وېش د پروسې په اړه د اسلامي امارت د رهبري فرمان صادرول

14 میزان 1403 ساعت 14:31

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، د اسلامي امارت رهبري شورا د جوړو شویو مېنو د برېښنايي قبالو د وېش حکم صادر کړی دی.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د دې وزارت په ایکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د الکترونیکي قبالو د ویش لړۍ اعلان کړه.

دا وزارت وايي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان پر بنسټ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مکلف شوی چې د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت له خوا د جوړو شویو هستوګنځیو لپاره د الکترونیکي قبالو د وېش بهیر پیل کړي.

پخوا، د تصفیې اسناد کاغذي وو، او د دې پروسې بریښنایی کول یو اغیزمن ګام ګڼل کیږي.


د مطلب کود: 298004

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298004/د-برېښنايي-قبالو-وېش-پروسې-په-اړه-اسلامي-امارت-رهبري-فرمان-صادرول

آوا
  https://www.avapress.net