کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نورستان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٥ تنه مړه او ټپيان شول

14 میزان 1403 ساعت 11:04

د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه تنه مړه او اته نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د نورستان سیمه ییز چارواکی وایی، دغه ترافیکی پېښه د جمعې په ورځ ماسپښین مهال د دواب ولسوالۍ په بیجیګل سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو ډاټسن ډوله مسافر وړونکی موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

ځايي چارواكو د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.

د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او د سړکونو خرابوالى بلل شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې وخت په وخت ترافيکي پېښې د هېوادوالو ژوند اخلي.


د مطلب کود: 297975

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297975/په-نورستان-کې-د-يوې-ترافيکي-پېښې-له-امله-١٥-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.net