کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ

11 میزان 1403 ساعت 21:11

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د مسکو په شپږمه غونډه کې د ګډون په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته تللی دی.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ د مسکو په شپږمه غونډه کې د ګډون په موخه د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی دی.
 
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال "حافظ ضیا احمد" نن د میزان په ۱۱ مه په ایکس پاڼه کې اعلان وکړ چې ښاغلی متقي به د دغې غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم وګوري.
 
ټاکل شوې ده د مسکو د فورم شپږمه غونډه د جمعې په ورځ د مې په ۱۳مه جوړه شي.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت په کابل کې د روسيې سفير "ديميتري ژيرنوف" له متقي سره په ليدنه کې د کابل استازو ته د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه.
 
د مسکو په پخوانۍ غونډه کې چې د ۱۴۰۲ کال د میزان میاشتې په ۷ مه نېټه په «کازان» ښار کې جوړه شوې وه، د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازو او د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب ګډون کړی و.
 
دا ناستې په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي او په هېواد کې د شته ننګونو د څېړلو لپاره د خبرو او همکارۍ د فضا د رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.


د مطلب کود: 297868

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297868/د-بهرنیو-چارو-سرپرست-وزیر-مسکو-په-غونډه-کې-ګډون-لپاره-روسیې-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.net