کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ایران کې د کورنیو او بهرنیو الوتنو د لغوه کولو موده د پنجشنبې تر سهاره غځول شوې ده

11 میزان 1403 ساعت 13:32

د ایران د اسلامي جمهوریت د هوانوردۍ ادارې د صهیونیسټ رژیم له خوا د ایران له پراخو توغندیزو بریدونو او په مقابل کښې د ځواب د امکان په باره کښې وویل چې د دغه هیواد په فضائي حریم کښې ټولې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې د سیمې د حالاتو د خرابیدو او خوندیتوب له امله تر سبا پنجشنبه 5:00 بجو پورې لغوه شوي.


آوا - تهران: د ایران د ملکي هوایي چلند ادارې ویاند جعفر یازرلو د ایلنا خبري آژانس ته ویلي دي چې د الوتنو لغوه کیدل سبا پنجشنبه د میزان ۱۲مه د سهار تر ۵ بجو پورې غځول شوي دي. 
هغه د مسافرو د حقوقو د بشپړ پوښښ په اړه په ټینګار سره وویل: مسافرین باید د ټکټ د لګښت په اړه اندیښنه ونلری او د هوایی چلند اداره د مسافرو له حقوقو څخه ملاتړ کوی.
د ایران د ملکي هوايي چلند د ادارې ویاند په دې خبرې سره چې د مسافرو د ټکټونو ټول فیسونه به بیرته ورکړل شي او وویل: دغه الوتنې لغوه شوې خو بدلې به یې اخیستل کیږي، هغه مسافر چې په مستقیمه توګه یې له ایرلاینونو څخه ټکټونه اخیستي دي، کولای شي د بیرته ورکولو غوښتنه وکړي او هغه مسافر چې دا ټکټونه یې د سفري خدماتو ادارو له لارې اخیستي، دا عادي خبره ده چې د ټیکټ لګښت په منظمه توګه بیرته ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د سیمې د حالاتو او په دغه هیواد د صهیونیسټ رژیم د توغندویی حملو له امله د ایران د ملکی هوایی چلند ادارې د چهارشنبې د ورځې د سهار تر لسو بجو پورې په ټول هیواد کښې ۱۱ الوتنې لغوه کړې وې.


د مطلب کود: 297830

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297830/په-ایران-کې-د-کورنیو-او-بهرنیو-الوتنو-لغوه-کولو-موده-پنجشنبې-تر-سهاره-غځول-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.net