په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې د پوهنځي د ۲۰۰ تنو غړو لپاره د لارښوونې غونډه جوړه شوه
آوا - بامیان: د دوشنبې په ورځ (۹ میزان) د مرکز زون د ښوونکو د روزنې او مسلکي ودې د ۲۰۰ اکاډمیکو غړو لپاره د علم، لارښود او روښانتیا ورکشاپ د پرانستنې مراسم د دغه ولایت د والي په حضور کې ترسره شول.
د باميان والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي ښوونکو ته په خطاب کې وويل، چې د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره د ښوونکو هڅې او هلې ځلې کوي او له هغوى يې وغوښتل، چې د دې خاورې بچيانو ته په پوره ايماندارۍ سره درس ورکړي.
د پوهنې وزارت د ښوونکو د نصاب او مسلکي ودې عمومي رئیس مولوي ګل ایوبي وویل، چې د دغه پروګرام له ترسره کېدو یې موخه د ښوونکو د علمي او مسلکي کارکوونکو د غړو روزل او له قانون سره سم خپل فعالیتونه پیلول دي.
د باميان ولايت د پوهنې رئيس قاري عنايت الله سحر ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او ډاډ يې ورکړ، چې د ښوونکو د مسلکي کولو او په باميان کې د پوهنې د کيفيت د لوړولو لپاره به تر ډېره بريده هڅې وکړي.