په قطر کې د اسلامی امارت د سیاسی دفتر مشر سهیل شاهین ټینګار کړی دی چې اسرائیل د سید حسن نصر الله په شان د خلکو په نښه کولو او په تاوتریخوالی سره د فلسطین مسئله نشی حل کولای.
په قطر کې د حکومت د سیاسي دفتر مشر:
د سید حسن نصرالله له منځه وړل د اسراییلو لپاره بې ګټې دي
10 میزان 1403 ساعت 10:33
په قطر کې د اسلامی امارت د سیاسی دفتر مشر سهیل شاهین ټینګار کړی دی چې اسرائیل د سید حسن نصر الله په شان د خلکو په نښه کولو او په تاوتریخوالی سره د فلسطین مسئله نشی حل کولای.
آوا - کابل: په قطر کې د اسلامی امارت د سیاسی دفتر مشر سهیل شاهین د سید حسن نصرالله په وړاندې د صهیونیسټ رژیم د ګواښونو په غبرګون کې ویلی دی چې اسرائیل د فلسطین ستونزه د زور او ترور په استفادې نه شی حل کولای.
هغه ټینګار وکړ: هیڅ ستونزه په دایمي توګه د زور له لارې نه حل کیږي. "اسرائیل نشي کولی د فلسطین مسله د تاوتریخوالي په لاره اچولو او د سید حسن نصرالله په څیر د خلکو په نښه کولو سره حل کړي."
شاهین زیاته کړه:«دا جګړه به اوږده شي. "جګړه به پای ته ونه رسیږي او د فلسطین مسله به تر هغه حل نه شي چې عدالت تامین نه شي او حقونه یې اصلي مالکینو ته ورنه کړل شي."
د مطلب کود: 297712