د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د سېلاب له امله خلکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.
سیلابونو په پروان ولایت کې درانه مالي زیانونه اړولي دي
10 میزان 1403 ساعت 9:57
د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د سېلاب له امله خلکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.
آوا - کابل: د پروان ولایت د والي ویاند حکمت الله شمیم وايي، د یکشنبې په ورځ د میزان ۸ مه د کوه صافي ولسوالۍ د منډي قل سیمه د سیلابونو شاهده وه.
د هغه په وينا، له دې طبيعي پېښې وروسته د سيمې د اوسېدونکو ګڼ شمېر کورونه، باغونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې شوې دي.
په ورته وخت کې په کوه صافي کې د وروستیو سېلاب ځپلو یو شمېر خلکو له نړیوالو مرستندویه ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
په تېرو دوو مياشتو کې د پروان ولايت بېلابېلې سيمې د مدېش سېلابونو شاهدې وې، چې ځايي اوسېدونکو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
د مطلب کود: 297707