د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت له مشر سره په کتنه کې له دغه هېواده وغوښتل چې په هېواد کې د تازه تولیداتو لپاره د سړو خونو په جوړولو کې همکاري وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې له انګلستان څخه په افغانستان کې د سړو خونو د جوړولو غوښتنه وکړه
9 میزان 1403 ساعت 16:08
د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت له مشر سره په کتنه کې له دغه هېواده وغوښتل چې په هېواد کې د تازه تولیداتو لپاره د سړو خونو په جوړولو کې همکاري وکړي.
آوا - کابل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې خونې لومړي مرستیال یونس مهمند په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت له مشر رابرټ ډیکسن سره وکتل.
په دې غونډه کې یونس مهمند ټینګار وکړ چې افغانستان امن دی او د فساد کچه راټیټه شوې ده.
نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د کوکنارو د کر پر ځاى له کروندګرو سره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه، پاکستان تر ډېره له افغانستان سره خپلې سوداګریزې پولې تړلي، چې د تازه محصولاتو او خوراکي توکو د خرابېدو لامل کېږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال زیاته کړه، چې د دې لپاره په ټول هېواد کې د کافي سړو خونو جوړولو ته اړتیا ده او په دې برخه کې د انګلستان او نورو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا ده.
په دې کتنه کې رابرټ ډیکسن د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه د افغانستان له خصوصي سکتور سره د بریتانیا پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د مطلب کود: 297683