کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت نړیوال نندارتون جوړ شو

6 میزان 1403 ساعت 12:10

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو اعلان وکړ، چې د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت به په دغه ولایت کې یو ستر نړیوال نندارتون جوړ شي.


آوا: د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی رئیس مولوی رحمت الله محمدی وایی چې د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت به د راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ په هرات ولایت کې یو ستر نړیوال نندارتون جوړ شی.
 
هغه وویل، په دې نندارتون کې به د ترکیې او ایران میلمانه او سیلانیان ګډون وکړي.
 
مولوي محمدي دا هم وويل، چې دغه نندارتون به په اختيارالدين قلعه او د ښځو او نارينه وو لپاره په دوو جلا برخو کې جوړ شي، چې لاسي صنايع، هنري اثار او کورني توليدات به پکې نندارې ته وړاندې شي.
 
هرات ولايت د هېواد په لوېديځ کې يو له لرغونو ولايتونو څخه دى چې هر کال په کې زيات شمېر بهرني او کورني سيلانيان د لرغونو اثارو د ليدو لپاره دغه ولايت ته ورځي.
 
هرات په تېرو درېیو کلونو کې د زیاتو بهرنیو او کورنیو سیلانیانو کوربه دی.


د مطلب کود: 297454

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297454/په-هرات-کې-د-ګرځندوی-نړیوالې-ورځې-مناسبت-نړیوال-نندارتون-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.net