کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د مالي او بانکي بندیزونو د لیرې کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو همکاري غواړي

6 میزان 1403 ساعت 12:05

د اقتصاد وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست د یوناما د سرمفتش له مشر سره په کتنه کې د افغانستان د کنګل شوې بهرنۍ اسعارو د پانګې خلاصول او د مالي او بانکي بندیزونو لرې کول د هېواد د اقتصادي ثبات او د ستونزو د حل لپاره مهم وبلل. 


آوا - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف د یوناما د پلټونکي دفتر له مشر سره وکتل. 
 
د اقتصاد وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د فعالیتونو د هرکلي په ترڅ کې ټینګار وکړ چې د بشري مرستو د دوام ترڅنګ باید د ملګرو ملتونو ادارې او مرستندویه ادارې د متوازن انکشاف د څارنې په ترڅ کې پراختیايي همکاریو او د حرفوي او کارموندنې پروګرامونو پلي کولو ته پاملرنه وکړي.
 
د اقتصاد وزارت سرپرست د افغانانو د کنګل شوې بهرنۍ اسعارو د پانګې خلاصول او د مالي او بانکي بندیزونو لرې کول د هېواد د اقتصادي ثبات او د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره مهم وبلل او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د مسوولانه اقدام غوښتنه وکړه. 
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان پر وړاندې د امريکا او لوېديځو هېوادونو ظالمانه او يو اړخيز بنديزونو په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې لا پسې زياتې کړې دي.


د مطلب کود: 297452

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297452/افغانستان-د-مالي-او-بانکي-بندیزونو-لیرې-کولو-په-برخه-کې-ملګرو-ملتونو-همکاري-غواړي

آوا
  https://www.avapress.net