کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو تورونه ردوي

5 میزان 1403 ساعت 16:02

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وویل، د ځینو هیوادونو او سازمانونو له خوا د افغانستان پر حکومت د بشري حقونو د نقض او جنسي تبعیض تورونه ناسم دي او اسلامي امارت یې په کلکه ردوي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ځینو هیوادونو او سازمانونو له خوا پر اسلامي امارت د بشري حقونو د سرغړونو او جنسي تبعیض تور لګول ناسم کار دی اسلامي امارت یې په کلکه ردوي.
 
فطرت وويل، په افغانستان کې د ښځو حقونه د پخوا په پرتله خوندي دي او هيڅ ډول تبعيض نه لري.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاته کړه، چې له بده مرغه د یو څو ښځو لخوا د ناسمو معلوماتو په اساس د افغانستان پر ضد د تبلیغاتو او د هیواد د وضعیت د خرابولو هڅې روانې دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر نړیوالو سازمانونو اسلامي امارت په افغانستان کې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن کړی دی.


د مطلب کود: 297436

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297436/اسلامي-امارت-په-افغانستان-کې-د-بشري-حقونو-سرغړونو-تورونه-ردوي

آوا
  https://www.avapress.net