کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان ولایت کې د للمي غنمو حاصلات زیات شوي دي

5 میزان 1403 ساعت 16:01

د باميان ولايت د مرکز او يکاولنګ ولسوالۍ يو شمېر کروندګر د خپلو حاصلاتو د زياتوالي خبر ورکوي او وايي، چې سږ کال د سختو اورښتونو له امله په حاصلاتو کې زياتوالى راغلى دى.


آوا: بامیان: د بامیان ولایت یو شمېر کروندګر وايي، د تېر کال په پرتله یې د للمي غنمو حاصلات ډېر شوي دي.
 
د سردار په نامه يو تن کروندګر وويل، د تېر ژمي او پسرلي په لومړيو کې د سختو اورښتونو له امله د تېر کال په پرتله سږ کال د غنمو حاصلات زيات وو.
 
د باميان اوسېدونکي هم په دغه ولايت کې د غنمو د حاصلاتو له زياتوالي خوښي څرګندوي او وايي چې په تېرو کلونو کې په دغه ولايت کې د اووه کيلو غنمو بيه له ١٨٠ څخه تر ٣٠٠ افغانيو پورې پلورل کېده او سږ کال د اووه کيلو غنمو بيه لوړه شوې ده. 
 
د باميان يوه اوسېدونکي آوا ته وويل، چې په تېرو کلونو کې اووه کيلوګرامه غنم په درې سوه افغانۍ پلورل کېدل. له نېکه مرغه په ​​اوسني حالت کې د غنمو بيه راټيټه شوې ده. هغه زياته کړه، سږ کال په باميانو کې کرل شوي حاصلات ښې پايلې لري، په داسې حال کې چې د غنمو کرل شوي حاصلات د ډېرو آفتونو له امله زيانمن شوي او حاصلات يې کم شوي دي.
 
په همدې حال کې د بامیان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج رییس اشرف ناطقي وویل؛ موسمي اورښتونه د تېر کال په پرتله ډېر وو، خو د ژر تبخیر له امله د خاورې رطوبت ډېر ژر له لاسه ورکوي او سږ کال ډېرو کرنیزو آفتونو هم پر حاصلاتو اغېز کړی دی.
 
نوموړی وايي، سږ کال د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر نه دي.
 
د بامیان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال په ۱۸۹۶۷ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې له دې جملې څخه ۴۰۴۸۸ مټریک ټنه غنم راټول شوي وو.


د مطلب کود: 297434

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297434/په-بامیان-ولایت-کې-د-للمي-غنمو-حاصلات-زیات-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.net